کابل، د وږي ۸ مه، باختر
تبصره
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو د چهارشنې په ورځ د تېر یوه کال لاسته راوړنې د رسنیو له لارې ولس سره شریکې کړې.
چارواکو ډاډ ورکړی، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د یو منظم پوځ په تیارولو کې د پام وړ پر مختګ کړی او لا هم لګیا دي تر څو د افغانستان دغه برخه بېخي پر ځان تکیه، پیاوړې او پوره شي.
که د تاریخ پاڼو ته ګوته لمده کړو نو پوه به شو، چې افغانستان د خپل رامنځته کېدو سره سم د یو منظم پوځ، چې پیاده، سپاره، توپچي او استخباراتي قطعات په کې شامل و، درلودونکی و او شمېر یې زرګونو ته رسېده.
د هغه وخت افغان دفاعي او تعرضي پوځ وکولی شول، چې د لوی احمدشاه بابا په رهبرۍ کې لویه امپراطوري جوړه کړي او په نړۍ واله کچه د اسلام او افغانستان نوم روښانه کړي.
خو د شاه زمان تر واکمنۍ را وروسته د افغانستان پر ځان بسیا او د هغه وخت پر وسایلو مجهز پوځ له تعرضي حالت څخه ووت او دفاعي حالت یې خپل کړ او د تاریخ په اوږدو کې یاد پوځ ځینو حالاتو کې پیاوړی او خپلواک او په ځینو حالاتو کې کمزوری، د پردیو تر اغېز لاندې او نا منظم پاتې شو.
دا چې درې کاله کېږي، اسلامي امارت د یو منظم پلان په درلودلو سره پر هېواد واکمن دی او د نورو بېلابېلو برخو ترڅنګ پوځي برخه کې هم د پرمختګ پیاوړې ارادې لري او ښکاري داسې چې افغانستان د الله ج په نصرت سره یو ځل بیا د یو داسې منظم پوځ خاوند جوړېږي، چې هېڅ ډول حالات او بدلونونه یې اغېزمن نه کړي او په هر حال کې دا وطن او وطنوال پرې ډاډه وي.
د معاصر افغانستان د رامنځته کېدو نږدې ۳۰۰ کاله کېږي او افغانان هیله لري، چې ۲۵۰ کاله وروسته د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اردو د جوړېدو ورځ ونمانځي.