د اسلامي امارت بنسټ په یووالي ایښودل شوی دی

کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
تبصره
نږدې ۳۰ کاله وړاندې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد (رح) د اسلامي امارت د بنسټ ډبره کېښودله او دغه خوځښت په ډېرې پیاوړتیا سره په ټول هېواد کې د شر او فساد د له منځه تلو او خلکو ته د هوساینې د رامنځته کېدو لامل شو.
وروسته همدغه اسلامي امارت په ډېرې پیاوړتیا سره د امریکا په مشرۍ ائتلاف پر ضد جهاد کې ښکېل شو او تر ۲۰ کلونو مبارزې وروسته په مېړانه یې دغه جهاد بریالی او اشغالګر یې وشړل.
د اشغال تر بریالي پای وروسته دا دی نږدې درې نیم کاله کېږي په یوه واحده لیکه کې په هېواد کې د اسلامي نظام رهبري په غاړه لري.
هغه چې وایي (له یو لاس څخه ټک نه خېژي) نو اسلامي امارت هم له پیل څخه تر اوسه دا ټولې بریاوې د ملت د یوالي په صورت کې ترلاسه کړې دي او دغه بریاووې د دې ښکارندویي کوي، چې د اسلامي امارت په ټولو لیکو کې، که هغه سیاسي لیکې دي او که نظامي لیکې، یووالی موجود دی او د همدې یووالي برکت دی، چې اسلامي امارت په خپل هر پړاوو کې بریالی و او دی.
نو دا چې دې وروستیو کې د دین، هېواد او افغانانو دښمنان په ډېرې ماهرانه توګه هڅه کوي، د اسلامي امارت په کمزوري ښودلو سره د حکومت او خلکو ترمنځ بې باوري او فاصله رامنځته کړي، باید پوه شي، چې د دوی دغه ډول هڅې نوې نه دي او په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت د بدنامولو بې شمېره هڅې وشوې، خو افغان مسلمان او اتل ولس هېڅ کله په دغو تبلیغاتو باور ونه کړ او برعکس د اسلامي امارت خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شوې او دا لړۍ به همداسې بریالۍ پر مخ ځي؛ انشاالله.