سیاستخبرونهټولنهTOP

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د مشرتابه کچې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ د مشرتابه کچې ناسته تر سره شوه. 

په دې ناسته کې د اسلامي امارت له لوري د بهرنيو چارو، د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او کلتور، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، پوهنې او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ، او چاپيريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړو استاو او همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسؤولينو تر څنګ په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA،  WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسوولینو، د نړیوالو موسسو (IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF) او د خصوصي سکټور لوړپوړو استازو ګډون کړی وو. 

په ناسته کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د اسلامي امارت پر لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له لوري په  شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې او همغږۍ د پراختيا په اړه خبرې اترې وشوې. 

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي په یاده ناسته کې ویلي چې په هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي.

متقي زیاته کړه، چې له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې له پاره اړينه ده، چې د مرستو څرنګوالی او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي. 

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسؤول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي په یاده ناسته کې وویل چې ملګري ملتونه پر دې کار کوي، چې د مرستو څرنګوالی د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او هغه ساحې يې په ګوته کړې، چې د ملګرو ملتونو مرستې به پر هغو تمرکز کوي. 

د ناستې په ترڅ همدارنګه کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې. 

د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو، په ځانګړې توګه په هېواد کې له وروستيو سېلابونو څخه متأثره شويو هېوادوالو اړتياوو ته د بېړنۍ رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د موجوده روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو لور ته د حرکت، او د موضوعاتو د تفصيلي بحث له پاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامينځ ته کولو هوکړه وشوه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته