د اسعداباد- جلال آباد د واټ د جوړولو کار پيل شوى دى
کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
د اسعداباد- جلال آباد د واټ د جوړولو او قير کولو کار پيل شوى ى.
دغه واټ د ١٢کيلو مترو په اوږدوالي او ٦٠ مترو په سور کونړ له ننګرهارسره نښلوي.
د دغه واټ د جوړولو لګښت د فوايد عامې وزارت له خوا ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده دغه واټ تر شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د فوايدعامې وزارت يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل: د دغه واټ د جوړولو په پروژه کې ويالې، پلونه او پلګوټې هم په پام کې نيول شوي دي.
د دغه سړک په جوړېدو سره تمه کېږي چې د زرګونو ښاريانو تګ راتک اوهمدا رنګه د ښار بازارونو او روغتونونو ته د کرنيزو محصولاتو او ناروغانو لېږد آسانه شي.
پاى \ ذ