سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسرایلو د هلاکت شېبې؛ د فلسطیني جهادي ډلو مرګونو بریدونو نتانیاهو حیران کړی

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر

تبصره

غزه کې د روانې جګړې په وروستیو ورځو کې د صهیونست پوځونو د ماتې تاوده خبرونه مخ پر ډېرېدو دي او لامل یې د حماس، جهاد اسلامي، حزب الله او نورو جهادي ډلو دامداره مقاومت دی.

که څه هم منځني ختیځ کې د صهیونست رژیم مشر بنیامین نتانیاهو د جګړې په پیل کې ویلي وه، چې د حماس غورځنګ تر بشپړ له منځه وړلو او د دغه غورځنګ له بند خونو د خپلو ټولو اسیرانو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي، خو لیدل کېږي، چې صهیونست پوځ د حماس او نورو جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلی او د هغوی پر ځای ملکي اهداف په نښه کوي او تر دا مهاله یې د خپلو بې رحمه بمباریو له امله ۲۵ زره فلسطینیان شهیدان کړي او نږدې ۷۰ زره نور یې ټپیان کړي دي.

نږدې درې نیمې میاشتې کېږي، چې اسرایل د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي خو تر اوسه یې نه خپل اسیران ترلاسه کړي او نه یې هم حماس غورځنګ له منځه وړی او حتی کمزوری کړی یې نه دی.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې یعنې نن او پرون دوشنبې صهیونست پوځ په پرلپسې ډول ۷۱ سرتېري له لاسه ورکړي او تر سلو زیات یې ټپیان دي، چې دا د دغو اشغالګرو ځواکونو اخري زور ښيي او ښکاري چې نور یې د هلاکت وخت رارسېدلی دی.

بل تحلیل دا دی، چې صهیونستانو په وروستیو کې خپل ډېر سرتېري له لاسه ورکړي او له همدې امله یې اوس د شاتګ پالیسي د دې لپاره خپله کړې، چې هسې نه د نسل او صهیونست یهودي پوځونو له کمښت سره مخ شي، نو د همدې لپاره کوښښ کوي، چې ځان د غزې له جګړې څخه راټول کړي.

یو بل دلیل، اسرایلي ځواکونه یې شاتګ او د ماتې قبلولو ته اړ کړي، هغه د جګړې په نیت او اراده کې د صهیونست پوځونو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ توپیر دی.

واضح خبره ده، چې فلسطینیان د عقیدي پر بنسټ د الله ج د رضا او د بیت المقدس څخه دفاع په لار کې قرباني ورکوي او صهیونستان بیا د خپل یهودیت د بقا، له الله ج سره د دښمني او د مسجد القصی په برخه کې مسلمانانو ته د مزاحمت جوړلو لپاره جنګېږي، نو په همدې دلیل څوک چې د عقیدې له مخې د الله ج د رضا لپاره جنګېږي، لکه د افغانستان د مجاهدینو او یا هم اوس وخت کې د فلسطیني جهادي ډلو په څېر به د الله ج په نصرت بریا ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته