د اسرائیلي رژیم کابینې په غزه کې د اوربند هوکړه تصویب کړه

نړۍ، د مرغومي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې د صهیونستي رژیم د کابینې ۲۴ وزیرانو د دغې هوکړې لپاره مثبته رایه او ۸ وزیرانو مخالفه رایه ورکړې.
ټاکل شوې، چې د اوربند تطبیق او د بندیانو تبادله سبا یکشنبې سهار په غزه کې پیل شي.
په ورته وخت کې د صهیونست رژیم عدلیې وزارت د ازادېدونکو فلسطینیانو لېست خپور کړی.
وروسته له هغې چې د صهیونستي رژیم کابینې غزه کې د اوربند تړون تصویب کړ، د دغه رژیم د عدلیې وزارت د هغو ۷۵۳ تنو فلسطیني بندیانو لېست اعلان کړی، چې ټاکل شوې د اوربند په لومړي پړاوو کې له حماس غورځنګ سره تبادله شي.