خبرونهنړۍ

د اسرائیلي رژیم وحشت؛ د غزې خونړۍ جګړه یو کلنه شوه

نړۍ، د تلې ۱۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د اسرائیلي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه په داسې مهال یو کلنه شوه، چې له امله یې ۴۱ زره ۸۲۵ تنه فلسطینیان شهیدان او ۹۶ زره ۹۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغې جګړې کابو ۹۰ سلنه غزه ویجاړه کړې او تر یو نیم میلیون زیات اوسېدونکي یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.

د غزې د روانې جګړې په پیل کې د اسرائیلي رژیم مشر بنیامین نتانیاهو ویلي وه، چې له دغې جګړې څخه یې موخه د حماس له بند څخه د خپلو اتباعو راخوشې کول، د حماس غورځنګ له منځه وړل او هلته د خپل پوځي حضور دایمي کول دي، خو د یو کال په تېرېدو اسرائیلي رژیم د فلسطیني مجاهدینو د بریالي مقاومت له امله د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته