د اسرائيلو سانسور؛ د منځني ختیځ په روانه جګړه کې نږدې ۹۰۰ صهیونست پوځيان وژل شوي
نړۍ، د لړم ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرائيلو پوځ تر کره سانسور وروسته د هغو ۷۷۸ تنو پوځیانو او ۵۸ پولیس افسرانو نومونه اعلان کړي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې له حماس غورځنګ او سیمه کې نورو جهادي ډلو سره نښتو کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې لبنان سره پر پوله له حزب الله ډلې سره هم یو شمېر اسرائيلي پوځيان وژل شوي، چې صهیونست پوځ یې شمېر یواځې ۳۵ تنه ګڼي.
خو غزه کې د روانې جګړې پېچلتیا ته په کتو ښایي د صهیونست پوځ د وژل شویو غړو شمېر تر دې څو برابره زیات وي.
د صهیونست پوځ په دغو وژل شویو غړو کې جګپوړي قومندانان او افسران هم شامل دي.