ورزش

د استقلال ټيم د دعوت ټيم ماتې ورکړه

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د څوارلس کلنوځوانانو د فوټبال سيالۍ نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دکابل د فوټبال فدرسايون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د استقلال ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د دعوت ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او تراوسه پورې د اردو، حمزه، روزنتون او پامير ټيمونه نيمه وروستي پړاوته لاره موندلې ده .
د دغو سياليو نيمه وروستى پړاو د راتلوونکې اوونۍ د يکشنبې په ورځ پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته