خبرونهنړۍ

د استعفاوو دوام؛ د زلنسکي یو مهم وزیر دنده پرېښوده

نړۍ، د وږي ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته له هغې چې د اوکراین یو شمېر مهمو وزیرانو او مسولینو پرون سه شنبې له دندو استعفا وکړه، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړی له نړیوالو سره د اړیکو ټینګولو او د حکومت په کچه تر زلنسکي وروسته دویم مهم کس بلل کېده.

زلنسکي ویلي، د چارو د مخکې وړلو لپاره ادلون بدلون اړین دی.

د یو بل خبر له مخې؛ کیف له روسیې د نیول شوې خاورې ساتل غواړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غواړي د پوتین پر وړاندې د بریا ترلاسه کولو په هدف کورسک سیمه کې د روسیې نیول شوې خاوره له ځان سره وساتي.

هغه ویلي، چې دغې خاورې ته اړتیا نه لري او نه هم هلته د اوکرایني کلتور د پلي کولو پلان لري، خو د بریا لپاره یې ساتل اړینه مسله ده.

د اوکراین په اړه بل خبر دا دی چې  ټرمپ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ټټر وهلی.

د امریکا متحده ایالاتو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو جمهوریت غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ټاکنو کې د بریا په صورت کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو حیرانونکې طرحه لري او دغه راز چین سره د شته ستونزو د حل لارې چارې یې هم سنجولې دي.

نوموړي د دې له امله چې ښکېل لوري یې له طرحو خبر نه شي، دېر جزیات نه دي ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته