امنیت

د استخباراتو د يوه کارکوونکى مړى ترلاسه شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
د فارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مديريت سرپرست مړى پرون ترلاسه شو.
دفارياب ولايت د بلچراغ ولسوال ميرويس داوودزي د دغې پيښې دتاييدولو په ترڅ کې دباختر آژانس خبريال ته وويل: د بلچراغ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مديريت سرپرست عبدالمؤمن د پنجشنبې د ورځې په مازيګر د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا وتښتول شو او د نامعلوم ځاى ته وليږدول شو .
ده وويل: انسان تښتوونکو له دريو ورځو وروسته هغه وواژه او مړى يې د آلمار ولسوالۍ دتيمورکوبرک په سيمه سړک ته څېرمه اچولى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته