کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
په روان عيسوي کال کې داستانبول داسيا زړه د بهير د جګپوړو مقاماتو لومړۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو دمعينې عادلې راز او د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د معين سدات اونال په ګډې مشرۍ د غړو او د ملاتړو هېوادونو د جګپوړو استازو او مقاماتو او د ملګروملتو د سازمان په ګډون د دغه بهير دسيمه يېز او نړيوالو ملاتړو سازمانونو په شمول په استانبول ښارکې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د دغې غونډې اساسي اجنډا د باور جوړولو او اوو ګونو تدبيرونو تطبيق پلان بيا څېړنه ، دکاري لارښود برابرول ، داستانبول له بهير سره دازبکستان دپيوستون هرکلى ، دکرنې د انکشاف داعتماد جوړولو لومړنۍ تدبيري مسودې وړاندې کول ، د سياسي سلامشورو ترسره کول او د ترويزم پرخلاف د مبارزې د سيمه ييزې ستراتيژۍ د اهميت په باب د خبرو تعقيبول و.
د غونډي برخه والو د سيمه يېزو همکاريو د دوام او ودې له ترويزم نشه يي توکو د سازمان موندلو جرمونو سره د مبارزي او د اقتصادي همکاريو بنسټونو او د اتصالاتو د ودې په خاطر ديو مناسب پروګرام په توګه داستانبول له بهير سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز دوى په افغانستان کې د سولې او امنيت دتامينولو په خاطر د هڅو د دوام او د جمهور ريېس محمداشرف غني له قيد اوشرط پرته وړانديز ملاتړ وکړ ، دسولې په خبرو کې يې دښځو رول مهم وباله او دافغانانو په رهبري اومالکيت د سولې په بهيرباندې يې ټينګاروکړ.
دهېوادونواستازو په خپلوخبروکې دبنستونواواتصالاتو پراختيااو اقتصادي انکشاف د افغانستان اوسيمې د سولې اوسوکالۍ لپاره مهم وباله.
په دې غونډه کې داستانبول _ اسيا د زړه له بهيرسره د ازبکستان د پيوستون هرکلى وشو.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل