خبرونهفرهنګTOP

د استاد محمد شریف امین د نقاشۍ آثارو نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

کابل، د مرغومي ۱۹مه، باختر
د استاد محمد شریف امین د نقاشۍ آثارو نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه نندارتون په پرانيست‌غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د استاد محمد شریف امین هنري کړنې او فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په ملي او نړیواله کچه د هېواد د هنرمندانو د بېلابېلو هنرونو د ودې په لاره کې هڅه کوي.
مولوي عتیق الله عزیزي، دغه راز په ټولنه کې د خطاطۍ، نقاشۍ او میناتورۍ هنرونو پر ارزښت خبرې وکړې او د هنرمندانو د استعدادونو او نوښتونو پر ستایلو او درناوي یې ټینګار وکړ.
استاد محمد شریف امین، هم په تېرو څه د پاسه درېیو لسیزو کې د خپلو هنري آثارو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اړوندو ادارو له خوا یې د هنرمندانو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه، ترڅو هغوی دې ته وهڅول شي چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه لا زیات کړي.
هغه د هېواد له هنرمندانو په ځانګړې توګه نقاشانو څخه وغوښتل چې تل هڅې وکړي خپل هنر ته وده ورکړي او د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، استاد امین ته د هغه د هنري کړنو د قدردانۍ په خاطر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستاینې لوحه ورکړل شوه.
هېره دې نه وي چې یاد نندارتون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي نګارستان ریاست او «ګلوبل هوپ» مؤسسې له لوري آسمايي واټ ته څېرمه ملي نګارستان کې جوړ شوی, چې په کې د نقاشۍ شاوخوا ۴۰ اثار نندارې ته اېښودل شوي او د درېیو ورځو لپاره د ليدونکو پر مخ پرانيستی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته