اسلام ا باد باختر د وري ١٤
په اسلا م ا باد کې د ملکي محکمې يو جګپوړي قاضي نن د اسا مه بن لادن دکورني غړي په بند محکو م کړل
باختر اژانس ددى نيوز انتر نشنل ورځپاڼې د انترنيتي سايت له خو لې خبر راکړ ،داسا مه بن لادن درې کونډې او دوه لوڼې په غير قا نو ني ډول پا کستان ته درا تګ په سبب په کور کې په پنځه څلويشتو ورځو بند اود لسو زرو پا کستا نى کلدارو په نغدي جريمې محکو مې شوي دي
قاضي محمد ا مير وويل، ددوى د بند مو ده د تير کال د کب د مياشتې له ديارلسمې نيټې څخه هغه وخت پيل شوه چې دوى پا کستان ته دغير قا نو ني ورتګ اود استو ګنې په تورونيول شوې
دغه قا ضي وويل، د پا کستان د کورنيو چارو وزارت ددوى د وتلو لارښوونه کړې ده او دوى بايد په لنډ ممکن وخت کې له پا کستان څخه ووځي
ده وويل زه فکر کوم ښا يي ددوى د بند موده تر را تلونکو دوو اوونيو پورې بشپړه شي
دپا کستان محکمې دغه راز د دغه هيواد حکومت ته لارښوونه کړې ده چې خپلو هيوادو نو ته ددوى د تللو په مقصد ضروري سندو نه برا بر کړي
د اسا مه بن لادن يوه ميرمن يميني او دوې نور يې دسعودى عر بستان اتباع دي