نړۍ

د اسامه بن لادن زوم په امريکا کې محاکمه کيږي.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١

دالقاعده شبکې د پخواني  مشر اسامه بن لادن  زوم سليمان ابوغيث به د روانې اوونۍ  د دوشنبې په ورځ  دامريکاييانو د وژنې او له تروريستانو سره دملاتړ په تور دامريکا په نيويارک ښارکې محاکمه   شي .

باختر آژانس  د ډان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ :  ابوغيث چې دالقاعده دشبکې پخوانى  ويندوى  هم د دسمبر دمياشتې د يوولسمې نيټې له بريدونو وروسته  په تاوتريخوالي ډکو ګواښونو کې د لاس لرلو په تور چې په امريکا کې دڅه ناڅه دريو زرو تنو د وژل کيدو سبب شول  پيژندل کيږي.

دغه  ٤٨ کلن کويټي  مشکوک دالقاعده تروريستي شبکې يو جګپوړى غړى بلل کيږي چې په امريکا کې به محاکمه شي  او د مجرم پيژندلو په صورت کې به خپل ژوند دامريکا په يو جيل  تير کړي.

دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې  :  تورن په ٢٠٠١ کال کې دالقاعده په تبليغاتي فلمونو کې داسامه بن   لادن او دالقاعده شبکې د اوسني  مشر ايمن الظواهرى ترڅنګ ليدل  شوى   دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته