د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون له خوا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ۷۰ تنو کارکوونکيو ته د « قواوو د تفکيک اصل» تر سرليک لاندې دوه ورځنی سيمينار جوړ او د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون له خوا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ۷۰ تنو کارکوونکيو ته د « قواوو د تفکيک اصل» تر سرليک لاندې دوه ورځنی سيمينار جوړ او د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو.
ورپسې د کميسيون رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په خپله پرانيستوونکي وينا کې د قواوو د استقلال او تفکيک اصل په اړه وويل چې د دغه اصل رعايت د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د مداخلې مخنيوي کوي او د تقابل پر ځای همکارۍ ته لاره هواروي.
پوهاند قاضي همدارنګه په افغانستان کي د اساسي قانون پر تاريخي بهير رڼا واچوله او د هېواد اوسنی اساسي قانون يې تر ټولو ښه قانون وباله چې د درې ګونو قواوو د استقلال او تفکيک اصل په کې رعايت شوی دی.
د کميسيون رئيس د اساسي قانون ۱ ، ۲ ، ۳ او ۴ مادو ته په اشارې سره چې په کې په افغانستان کې د واحد  ملت، اسلامي ارزښتونو او د ملت حاکميت پر موضوعاتو باندې ټينګار شوی، وويل چې د دولت درې ګونې  قواوې بايد د يوه واحد ملت په اړه فکر وکړي او د يوبل په چارو کې د مداخلې پر ځای د همغږي او همکارۍ له پاره ډېره هڅه وکړي.
نوموړي د سيمينار له برخوالو څخه وغوښتل چې د قواوو د تفکيک په برخه کې د شته ستونزو او حل لارو په اړه يې هر اړخيز بحث وکړي تر څو د يوې طرحې په چوکاټ کې جلالتماْب جمهور رئيس ته د يو تقنيني سند وړاندېز وي چې دغه همکاري او همغږي قانوني ملاتړ تر لاسه کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستيال ښاغلي کريم باز په خپلو خبرو کې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې له خپلواک کميسيون څخه چې د اړوندې ادارې د کارکوونکيو له پاره د ياد سيمينار په جوړولو کې مرسته کړې، مننه وکړه.
ښاغلي باز د يوه ولسواک نظام له پاره يوازې د درې ګونو قواوو شتون کافي ونه باله او زياته يې کړه چې په دغه ډول نظام کې بايد د قواوو  د تفکيک او استقلال اصل  په سمه توګه مراعات شي.
له هغه وروسته د کميسيون د دارالانشاء د لوی رياست سرپرست پوهنيار احمد حنيف حنيف د افغانستان په اساسي قانون کې د قواوو د تفکيک او استقلال اصل په اړه هر اړخيز معلومات  وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته