کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢مه
په روزګان ولايت کې د اساسي قانون ملي اوونۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د روزګان دوالي مرستيال عبدالواحد پټان غونډي ته په وينا کې د اساسي قانون د جوړیدو پر تاریخچې د رڼا اچولو ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې د روښانه راتلونکي او سوکاله افغانستان لپاره هر یو پر خپل ځان اساسي قانون پلي کړي.
له بلې خوا مولوي حمدالله ابدالي بيا وايي چې د افغانستان د اساسي قانون هیڅ ماده هم له اسلام سره په ټکر کې نه ده او ددې قانون پلي کول د هر افغان ملي او اسلامي وجیبه ده.
1 د یوې دقیقې څخه لږ