د ازبکستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه
کابل / د کب ۲۹مه /باختر
د افغانستان برېښنا شرکت او ازبکستان انرګو تخنیکي ټیمونو پرې شوي مزي بېرته ونښلول.
د ازبکستان وارداتي برېښنا تېر ماښام د توپان له امله پرې شوې وه.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبک انرګو تخنیکي ټیمونه له پرله پسې هڅو وروسته په دې بریالي شول چې افغانستان ته د ازبکستان برېښنا مزی بېرته ونښلوي.
صدیقي