د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر: موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو، چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې اترې وکړې.

مولوي امیرخان متقي په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د ازبکستان له ملاتړي رول نه مننه وکړه او د دې هڅو پر تداوم او پراختیا یې ټینګار وکړ.

متقي زیاته کړه، چې افغانستان وروسته له اوږدې مودې د امن او ثبات مسیر ته راګرځېدلی او دا د ازبکستان، نورو ګاونډیو او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی چې له موقع استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمه ییز اتصال پالیسي چې نه یواځې افغانستان بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زېري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق لپاره موجوده هڅې نورې هم چټکې کړي.

ورته مهال د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف وویل:« داځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره چې د خصوصي سکټور سربېره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران مو ملتیا کوي کابل ته راغلي یو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو».

محکموف زیاته کړه: «د ازبکستان د جمهور رئیس او رهبري افغانستان ته جدي توجه لري او غواړم د رهبري په استازيتوب تاسې ته ډاډ درکړم چې موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو، چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.»

الهام محکموف وویل، چې د افغان – ټرانس پروژې عملي پیل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم یې له ځان سره راوستی او په همدې اوونۍ کی یې په تعقیب بل پلاوی سره له تجهیزاتو افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي.

 نوموړي څرګنده کړه: «د دې ترڅنګ مو یو بل ټیم د جیولوجي او معدن برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادنو او پټرولیم وزارت چارواکو سره مجالس ولري چې د نفتو، ګازو اکتشاف او استخراج او همدا راز نورې هغه برخې چې اسلامي امارت اړونده اداراې یې را په ګوته کړي؛ موږ عملي کار ته چمتو یو.»

هغه دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یو، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمات نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.

متقي د ازبکستان له نیکې ارادې او د اقتصادي سیاسي اړیکو پیاوړتیا برخه کې د ازبکستان د رئیس جمهور او ټول ټیم له جدیت نه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پر مختګ دی او زیاته یې کړه چې پکار ده دا لړۍ روغتیایي، تعلیمي برخې او بلاخره عامو افغانانو له لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.

په همدې حال کې د ازبکستان جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سېلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له امله د تسلیت مراتبو په وړاندې کولو سره وویل، چې د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په صفت دغه برخه کې افغانانو او اسلامي امارت هر ډول لاسنیوي ته چمتو یو.

نوموړي زیاته کړه، چې جمهوري ازبکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، ازبکستان او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید اقتصادي رفاه ته د رسېدو په موخه اقتصادي موضوعات د سیاسي هغو قرباني نه کړي.

هغه دغه راز څرګنده کړه، چې افغان موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو وېش لړۍ یې پېل کړې او اوس دوی ته په کثیر المدت ویزو او هم په تعلیمي، روغتیایي او بلاخره زیارت (سیاحتي) ویزو لړۍ هم پېل کړي.

 نوموړي زیاته کړه چې له افغانستان څخه د څه باندې یو میلیون ټن ډبرو سکرو خریدارۍ لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم کابل ته راتلونکی دی او په مزار شریف کې د امام البخاري مدرسې ساختماني چارو پیلېدو لپاره به هم انجنیران ډېر ژر افغانستان ته راشي.

 هغه چمتوالی وښود چې ازبکستان اماده دی د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د تاریخي اماکنو او زیارتونو په تعمیر او ترمیم کې په ګډه کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته