کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د اریانا افغان هوایي شرکت برخه والو خپل منځي ناسته پرون د مالیې دوزیر اکلیل حکیمي، په مشرۍ او نورو برخه والو په ګډون د مالیې په وزارت کې جوړه کړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې.
په دې ناسته کې په بنسټ پاڼه، تشکیل، د شرکت په څارونکي پلاوي، له زړو اوله کاره لوېدلو الوتکو څخه د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر په پاکولو او تخلیه کولو چې د استهلاک موده یې بشپړه شوي، د کار په کړنو، د اریانا افغان هوایي شرکت د چارو په ښه والي او یوپه شمېر نورو اړوندو مسئلو هر اړخیزې خبرې وشوې.
په پاى کې پرېکړه وشوه چې د حامد کرزي، په نړیوال هوایي ډګر کې له کاره لوېدلې الوتکې وڅېړل شي او په دې اړه د اړینو پرېکړو لپاره دي د اقتصاد عالي شورای ته ټولیزه طرح وړاندي کړي.
0 1 دقیقه لوستل