١٤- کابل/ د ليندۍ١٦مه/ باختر
د آلمان د لورکوزن کلپ ځوان افغان ستورى نديم اميري ښه ځلېږي، په وروستيو مياشتو کې د اروپا مشهورو رسنيو دغه ٢١ستورى لوبو ته زياته پاملرنه کړې ده.
ندیم امیری د المان په بوندس ليګا او د اورپا په ليګ کې د بايرن لورکوزن يو اساسي ستوترى پېژندل کېږي .
د لورکوزن د کلپ او د المان د ځوانانو د ملي ټيم دغه افغاني الاصله لوبغاړى تېره شپه د اروپا په ليګ کې خپل ټيم برياليتوب ته ورساوه.
د بايرلورکوزن د فوټبال ټيم په دې لوبه کې د نديم اميري په دوو پاسونو سره د٢ پروړاندې پر ٣ سره د فرانسي د نيس ټيم ته ماتې ورکړه.
د باختراژانس د خبرله مخې، نديم اميري په دې لوبه کې ښه لوبه وکړه او د نيس د ټيم پروړاندې د خپل ټيم د برياليتوب سبب شو.
نديم اميري حرفوي فوټبال په هافنهايم کلپ ګې پيل کړ او اوس د٣٠ ميليونو يورو په ارزښت په ٤ کلن قرارداد کې د المان د بايرلورکوزن له ټيم سره يوځاى شوى دى.
د باير لورکوزن د فوټبال ټيم اوس د المان د بوندس ليګا په څلورم مقام کې ځاى لري.
دغه ټيم د اروپا په ليګ کې دويم مقام لري او د دغو سياليو راتلوونکي پړاو ته د پرمختګ لپاره خپله لاره پرانستې ده.
نديم اميري په داسې حال کې چې ماشوم و د افغانستان د ميليونونو خلکوپه شان له کابل څخه د اروپا په نيت لاړ او اوس په آلمان کې ژوند کوي.
نديم اميري د بايرلورکوزن د ټيم ترڅنګ د آلمان د ځوانانو د ملي ټيم غړى هم دى او د راتلوونکي نړيوال جام په سياليو کې د المان په ملي ټيم کې د ګډون چانس لري.
پاى \ج \ ذ