۱۰۰ ورځې

د اروپا اتحاديې دبهرنۍ پاليسي رييسه : د اروپا څارونکي به دافغانستان دانتخاباتو څارنه وکړي..

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
د اروپا اتحاديې  دبهرنۍ پاليسي ريسې  په يوه اعلاميه کې ويلې دي دافغانستان دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د  څارنې لپاره چې په راتلونکى مياشت کې ترسره کيږي خپل  څارونکى استوي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  د اروپا داتحاديې دبهرنۍ پاليسي ريسې ميرمن کاترين اشتون پرون ويلي دي د اروپا په پارلمان کې د هالند استازي تييس بيرمن دافغانستان په انتخاباتوکې دڅارونکو پنځ لس کسيزې ټيم مشرتوب کوي.
ميرمن اشتون  زياته کړې ده دافغانستان انتخاباتو د لومړي ځل لپاره ددغه هيواد تاريخ کې په ديموکراتيک ډول دسياسي واک د ليږدونې لپاره  لاره  آواروي.
د دې دڅرګندونو له مخې : د اروپا د څارونکو ټيم چې دافغانستان دحکومت له خوا رابلل شوى دى  په خپل وار ډاډ ترلاسه کوي چې دغه انتخابات  باوري ،  پراخ او د امکان ترپولې   پورې شفاف  وي .
دا په داسې حال کې ده چې دانتخاباتو خپلواک   کميسيون اعلام وکړ چې   ټاکل شوى ده درې سوه زره تنه ملي او نړيوال څارونکي دانتخاباتو بهير وڅاري او ددغه کميسيون دمسوولينو د څرګندونو له مخې دانتخاباتو دڅارونکو د بېطرفۍ دضمانت لپاره يې  اغيزمن ميکانيزم جوړ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته