اقتصاد

د اروپا- آسیا د ۲۰۱۳ میلادي کال په اقتصادي مجمع کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن

کابل باختر د تلي څلورمه :

د اروپا- آسیا د ۲۰۱۳ میلادي کال په اقتصادي مجمع کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن

شییان ،  چین
د ۲۰۱۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۶ مه
بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآبانو،
ښاغلی ژانګ دیګوانګ ، د اروپا – آسیا د اقتصادي مجمع محترم سکرتر جنرال، قدرمنو استازو، میرمنو او ښاغلیو،
زما لپاره دا د ویاړ ځای دی چې په شییان ښارکې د اروپا-آسیا اقتصادي مجمع د ۲۰۱۳ میلادي کال په غونډه کې ګډون کوم. همداراز غواړم د چین د هېواد له خلکو او حکومت څخه د دغې مجمع د کوربه توب او د شانګهای همکاریو له سازمانه  د یاد مجمع د ملاتړ  پخاطر مننه وکړم.   ۲۰۰۰ کاله وړاندې،  دغه  لرغونی ښار د هغو سوداګریزو فعالیتونو د پېل شاهد ؤ چې هغه مهال آسیا او اروپا یې د سوداګریزو توکو او د وخت تکنالوژۍ د ګټورو تبادلاتو له لارې سره وصل کړل.  د شییان ښار په رښتیا سره د دغې مجمع لپاره چې د اروپا او آسیا ترمنځ د سوداګریزو تبادلاتو او اقتصادي همکاریو د یو نوي پړاو د رامنځته کولو په لار کې مرستې ته ژمنه ده ، یو مناسب ځای ګنل کیږي.
میرمنو او ښاغلیو،
نړیوال کیدل (globalization) نه یوازې د نړۍ د پراخې اقتصادي ملتیا او یوبل پورې تړاو رامنځ ته کوي بلکې د اقتصادي قدرت د نوو مرکزونو په توګه د چین او هند هېوادونو د راڅرګندیدو او په افریقا، آسیا او لاتینې امریکا کې د داسې اقتصادونو د ظهور سبب ګرځي چې په چټکتیا سره  د ودې په حال کې دي.
میرمنو او ښاغلیو،
د نړیوال کیدلو ګټې هغه مهال کولای شي د آسیا-اروپا په براعظم کې  په غوره توګه تحقق ومومي  چې مونږ په ګډه د خپلو خلکو، سرچینو او مارکیټونو له فوق العاده بالقوه ظرفیتونو  او وړتیاوو څخه ګټه پورته کړو.
په یویشتمه پېړۍ کې د نړیوالې اقتصادي ودې د محرک په توګه د آسیا-اروپا براعظم لپاره د خپلو هیلو د ترلاسه کولو پخاطر، د څواړخیزې اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او اړیکو لپاره د  جامع او عادلانه ستراتیژیوو  جوړول اړین ګڼل کیږي.
د دغې مجمع له موضوع  سره سم چې "له رښتینو همکاریو نه د دوه اړخیزې چټکې ودې په لور"  ده ،  غواړم له تاسو سره د افغانستان هغه فرصتونه او بالقوه ظرفیتونه شریک کړم چې له اوسني عصر سره سم د ورېښمو د لارې د بیارغاونې او د اروپا-آسیا د یو نوي داخلي اقتصادي جوړښت د رامنځ ته کولو په برخه کې ګټه ور واقع کیږي.
د آسیا-اروپا براعظم په څلور لاره کې د افغانستان مهم موقعیت ته په کتو سره،  زمونږ هېواد د ختیز او لویدیځ او د مرکزي او جنوبي آسیا د هېوادونو د بډایه مارکیټونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره یو طبیعي ځمکنی پُل ګڼل کیږي.  افغانستان په داسې یو ښه موقعیت کې قرار لري چې کولای شي د اروپا او آسیا د اقتصادي مرکزونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانسپورتي ارتباطي لارو د پرمختګ  په برخه کې ګټه ور واقع شي.
څرنګه چې تاسې ټول پوهیږﺉ،  څه د پاسه د دریو لسیزو په ترڅ کې، بهرنیو لاسوهنو ، جګړې او ترورېزم د افغانستان  ترانزیتي او ټرانسپورتي  زیربناوې او وړتیاوې له منځه وړې. خو نن ورځ، مونږ له هغو تېرو تېارو لسیزو څخه تېر شوي یو.  په ټوله سیمه کې مو د سوداګرۍ او سوداګریزو تبادلاتو لپاره د افغانستان د مرکزي موقعیت د بیرته ترلاسه کولو پخاطر ، سترګامونه پورته کړي دي.
همداراز د آسیا او اروپا سیمو ترمنځ د ترانزیت او د سوداګرۍ د جریان لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په هدف، مونږ د هېواد سړکونه او لوې لارې بیارغاولي، د اورګاډو ارتباطي پټلۍ مو جوړې کړي او سرحدي ټرانسپورتي زیربناوو ته مو پراختیا ورکړې ده.
اوس مهال، سوداګریزې الوتکې د افغانستان له هوایي حریم څخه تېریږي، چې په دې ډول په ټول براعظم کې د هېوادونو تر منځ د سفر د وخت واټن رالنډوي.  همدارنګه داسې پلانونه مو تر لاس لاندې دي چې له مخې یې د طبیعي ګازو نللیکه رامنځ ته کوو ترڅو  د دغې نللیکې له لارې د مرکزي آسیا ګاز د هند او پاکستان مارکیټونو ته ولېږدول شي.

همدارنګه افغانستان چمتو دی چې د د انرژي د لېږد، د اور ګاډو د پټلیو او سړکونو د ټرانسپورت، ارتباطاتو او د سوادګرۍ د پرمختیا د تسهیل له لارې د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په براعظم کې د اقتصادي همکارۍ او ودې د چټکتیا په برخه کې مرسته وکړي.

نو د همدغې لیدلوري پر اساس، مونږ د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د رامنځ ته کولو لپاره  د چین جلالتمآب جمهور رییس ښاغلي شي جین پینګ له طرحې څخه ملاتړ کوو.  د ورېښمو د لارې بیارغاونه او پرمختګ چې افغانستان یې یوه برخه بلل کیږي نه یوازې د سیمه ییزې همکارې او ملتیا لپاره بې ساري فرصتونه برابروي بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او امنیت په لار کې هم مفید واقع کیږي.
میرمنو او ښاغلیو،
سربېره پر دې چې افغانستان دیته چمتو دی ترڅو د آسیا-اروپا براعظم د مهمو سوداګریزو لارو څخه د یوې لارې په توګه خپل تاریخي رول بیا ولوبوي،  د پانګونې او د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره هم غوره فرصتونه وړاندې کوي.  د منرالونو، هایدرو کاربونونو او نورو موادو په شمول، سترې  خوندي طبیعي زیرمې لرو چې ګاونډي هېوادونه او زمونږ سیمه ییز همکاران ورته د خپل صنعتي اقتصاد د ایجاد او پایښت لپاره اړتیا لري.
همداراز په دغې مجمع کې سوداګر ګډونوال دیته هڅوم ترڅو په افغانستان کې سوداګریز فرصتونه وڅیړي او د ام سي سي (The Metallurgical Company of China )  او سي ان پي سي (the China National Petroleum Corporation) چينایي کمپنیو په څېر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
میرمنو او ښاغلیو،
ښه ګاونډیتوب، د باور وړ اړیکې، دوه اړخیز تفاهم او اغیزمنه همکارۍ د جنوبي آسیا په شمول په آسیا-اروپا براعظم کې د پرمختیا، هوساینې او ښېرازې د ګډو اهدافو د تحقق لپاره اړین شرطونه بلل کیږي. له ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو همکارانو سره د څواړخیزو تماسونو د ټینګښت او پراختیا په خاطر،  افغانستان په  سیمه ییزو سازمانونو کې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ډیالوګ لپاره اسانتیاوې برابروي، د څارونکي په توګه او یا دایمي غړیتوب ترلاسه کړی دی.
همداراز ، افغانستان د سارک سازمان (SAARC) یو فعال غړی دی.  زمونږ هېواد د اقتصادي همکاریو (ECO) او د مرکزي آسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو  (CAREC) په سازمانونوکې خپل رول پراخ کړی او د شانګهای په سازمان (SCO) کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري.
سربېره پر دې، د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو په ملاتړ ،  په سیمه کې د باور او همکارۍ د فضا د ایجادولو په هدف ، مونږ د آسیا د زړه هېوادونو بهیر رامنځته کړی دی.
میرمنو او ښاغلیو،
مونږ ټول دا منو چې ترورېزم نه یوازې زمونږ پر ټولنو باندې ستر کړاونه تحمیلوي بلکې زمونږ د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او ودې سرعت هم کموي.  د پاکستان د پېښور او د کینیا هېواد د نایروبي په ښارونو کې ورستیو بریدونو د ترهګرو شبکو د فعالیتونو جغرافیوي  وسعت په ډاګه کړ او دا یې ثابته کړه چې هیڅ یو هېواد د ترورېزم له ګواښ او تاوتریخوالي څخه خوندي نه دی. 
نن ورځ، له تاسو ټولو څخه غواړم ترڅو د تروریستي شبکو، د ترهګرو د پټن ځایونو او د هغو د مالي ملاتړ سرچینو د له منځه وړلو په ارادې سره،  د ترورېزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په خاطر د اروپا-آسیا د ګډې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره کار وکړو.
میرمنو او ښاغلیو،
په دغه نننی غونډه کې زمونږ ګډون دا په ډاګه کوي چې د آسیا او اروپا ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ودې له لارې، مونږ ټول هوډ لرو ترڅو د خپلو ولسونو لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځ ته کړو.  د آسیا او اروپا براعظمونه  خورا زیات په یوبل پورې تړاو مومي او د دغو دواړو سیمو اقتصاد او امنیت هم ډیر زیات په یوبل پورې تړلی دی.
ګډې هڅې، همکارۍ او د یوبل ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتیا ته دوه اړخیز درناوی او ښه نیت زمونږ د هېوادونو لپاره د پرمختګ لار ګڼل کیږي.
په پای کې، غواړم د چین له حکومت څخه له دې امله مننه وکړم چې د شییان ښار یې د یاد مجمع د غونډو د جوړونې د دایمي ځای  په توګه ټاکلی دی ترڅو په دې ډول د یو هوسا راتلونکې لپاره  زمونږ بډایه تېر مهال له موجوده فرصتونو او بالقوه ظرفیتونو سره وصل کړي.  همداراز غواړم له ښاغلي سکرتر جنرال ژانګ دیګوانګ او د هغه له کاري ډلې څخه د اروپا-آسیا د اقتصادي مجمع د ارزښتونو او مرام د خپراوي  پخاطر او د دغې غونډې لپاره د غورو ترتیباتو د نیولو له امله، مننه او ستاینه وکړم.  مننه!

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته