خبرونهاقتصادTOP

د اروپايي بیرنرګروپ شرکت رئيس، د کانونو ‏په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د اروپايي «بیرنرګروپ» شرکت له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ‏په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، د بهرنیو پانګه والو راجلبولو او هڅونې په اړه خبرې وکړې.
د یاد شرکت رئیس په خپلو خبرو کې، د افغانستان د اوسپنې، سرو زرو او سرب کانونو ‏په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز د کانونو د پروسس لپاره د برېښنا بند د جوړېدو او نورو ټولنیزو خدمتونو په اړه خپلې نظريې شريکې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هم ورسره د کان کیندنې د قوانینو مطابق د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه والو، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته