ټولنه

د ارمان لوڼي د وژنې په وړاندې د بلخ د اوسیدونکو غبرګون

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧مه
د بلخ ولایت اوسیدونکو پرون د ارمان لوڼي وژنه وغندله او د دغې پېښې د څیړنې غوښتوونکي شول .
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې: په هغې غونده کې چې د « بلخ  د ادبي پاڅون» له خوا په مزار شریف ښار کې د مدني ټولنې د یو شمېر فعالانو او د دغه ولایت د اوسیدونکو په ګډون جوړه شوې وه؛ د پاکستان د پولیسو له خوا د پوهنتون د استاد او د پښتنو غورځنګ د ژغورنې د فعال ارمان لوڼي وژنه وغندله او د نړیوالو او د بشر د حقوقو له بنسټونو څخه یې د دغې پېښې د څیړلو غوښتنه وکړه .
ارمان لوڼي څو ورځې مخکې د پاکستان د بلوچستان په لویه لاره کې ونیول شو او له وهلو او ډبولو وروسته شهید کړای شو .
ګډون کوونکو د دغې غوندې په پای کې د ارمان لوڼي د غیابي جنازې لمونځ ادا کړ. پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته