د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب ‌سټېشن پروژې چارې ۶۰ سلنه پر مخ تللې دي

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب ‌سټېشن پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سب ‌سټېشن پروژې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي او له پلان سره سم به یې چارې بشپړې او په ټاکلې موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل د ارغندۍ ۵۰۰ کيلوولټ سب ‌سټېشن چارې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون پيل شوې.
د دغه سب ‌سټېشن او د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي نورو اړوندو پروژو د چارو تر بشپړېدو وروسته به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا جذب او وېش ته زمینه برابره او د کابل او یوولسو ګاونډو ولایتونو د اړتیا وړ برېښنا به تامین شي.
تر دې وړاندې هم د اوبو او انرژۍ وزارت، د پلخمري له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سب‌ سټېشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا انرژۍ لېږد مزي پروژې د ۷۳ سلنې بشپړېدو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته