د ارغندي برېښنا به د نن ورځې تر وروستيو پورې ونښلول شي
کابل / د چنګاښ ١٦مه / باختر
د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نړېدلو ستنو د نصب او ترميم بهير په چټکې سره روان دى.
د برېښنا شرکت د لوړ ولټاژ رييس عبدالاحد بارکزي د باخترآژانس خبريال ته وويل:
د برېښنا شرکت کارکوونکو له جدي هڅو وروسته په پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي
برېښنا دوه ستننې بيا ترميم کړي او د درېمې ستنې د ترميمولو بهيرهم په چټکې سره
دوام لري.
د کابل برېښنا د لوړ ولټاژ رييس عبدالاحد بارکزي د څرګندونوله مخې؛هلې ځلي کېږي د نن ورځې تر پاى پورې د هغو سيمو برېښنا چې د ستنو د نړېدو له امله څو ورځې برېښنا يې پرې شوې وه بېرته ونښلول شي او د دغو ستنو په جوړېدو سره به د کابل ځينو برخو، دغزني حوزې او پکتيا د برېښنا ستونزه لرې شي.
\ ذ