د ارغنداب ولسوالۍ بيا رغول کېږي

کابل /دغويي ١٦مه /باختر
د افغانستان حکومت عواړي د قندهارد ارغنداب ولسوالۍ چې نوي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده بيا ورغوي.
ټاکل شوې ده په ميليونونو ډالره په ارغنداب کې د پرمختيايي پروژو په تطبيقولو ولګول شي .
د رارسېدلوخپرونوله مخې؛ په ارغنداب کې د طالبانو د شتون او له افغان ځواکونوسره د طالبانو د جګړو په بهير کې د قندهار د ارغنداب زياتره بنسټونه ويجاړ شوي دي او بيا رغاونې ته اړتيا لري .
د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت سرپرست مجيب الرحمن کريمي باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده ١٣٨ پرمختيايي پروژې د لسو ميليونوډالرو په لګښت د قندهارپه ارغنداب ولسوالۍ کې تطبيقې شي .
دغه پيسې اسيايي پرمختيايي بانک ورکوي .
ټاکل شوې ده دغه پيسې د پوهنې ، کرنې ، روغتيا ،حکومتوالى او د کارموندنې په برخوکې په ارغنداب کې ولګول شي.
په وروستۍ يوکال کې د قندهار – ارغنداب د خونړيو جګړو ډګر و، دغه ولسوالۍ دوه مياشتې مخکې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوه خو د دغې ولسوالۍ په ځينوسيموکې ښخ کړى شوي ماينونه اوس هم د سيمې له خلکوقرباني اخلي.
اوس په سلګونه افغان ځواکونه په جلا جلا پوستو کې د ارغنداب په ځينوسيموکې ځاى پرځاى شوي دي.او دا کار عادي ژوندانه ته د خلکو له راستنېدو ، د پرمختيايي پروژو له تطبيقولو او د حکومتوالى له بهير سره مرسته کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته