سیاستخبرونهTOP

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب او ورسره مل پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) عمومي رئیس پروفیسور دکتور علي ارباش په رسمي بلنه ترکیې ته ولاړ.

ټاکل شوې شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب په نوموړي هېواد کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې چې د ترکیې په تاریخي ښار استانبول کې جوړېږی ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ په دغه غونډه کې به د نړۍ علماء کرام اسلامي امت او ټول انسانیت ته د ورپېښو ننګونو او خطرونو نه د راوتلو پر لارو چارو بحث وکړي او همدارنګه به د اسلامي مشترکو قضایاوو پر وړاندې د واحد موقف او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي او توجیه په اړه بحثونه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته