د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر سره وکتل

کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکیې هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په جلا توګه وکتل.

په دې کتنه کې د ترکیې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د امن د ټینګښت او له اوسنۍ ښه حالت څخه خوښۍ څرکنده کړه .

ورته مهال شیخ الحدیث نور محمد ثاقب د ترکیې له ولسمشر اردوغان  څخه د دې غونډې د جوړېدو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ داسې مشورتي غونډو ته ضرورت لري او داسې غونډې دې لا زیاتې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمخ تللي اړیکې غواړي او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ او په ځانکړي توګه افغانستان له تاسو څخه دا توقع لري چې د اسلامي امت د ستونزو په هوارولو کې مهم رول اداء کړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته