سیاستخبرونهTOPټولنه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست: امام باید عالم وي او د امامت بشپړ علم ولري

کابل، د مرغومي ۱۷مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث دکتور سرمحقق نورمحمد ثاقب، نن په کابل کې د «امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ» پای غونډه کې وویل چې امام باید عالم وي او د علم ترڅنګ یې باید قرائت هم سم وي او د امامت بشپړ علم ولري.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې شیخ الحدیث ثاقب، په اسلام مبین دین کې د امامت پر اهمیت او د امام پر مقام خبرې وکړې او امامت یې یو عظیم منصب وباله.

هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د امامانو او خطیبانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ډېر پروګرامونه ترسره کړي او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې دیني زده کړې دې لوړې کړي.

په همدې حال کې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحديث مولوي ندا محمد نديم، د ټولنې په اصلاح کې د عالمانو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل چې اوسمهال د خدمت ډېره ښه موقع برابره شوې ده او ټول افغانان په ځانګړې توګه علماءکرام باید په بشپړ اخلاص سره د دین، هېواد او هېوادوالو خدمت وکړي او همدا رنګه د اسلامي نظام د پياوړتیا او ساتنې په لاره کې خپله دیني وجیبه ادا کړي.

هغه د مسئولینو له خوا، اهل ته یې د کار پر سپارلو ټینګار وکړ او ویې ویل: امامان هغه کسان دي چې د اسلامي امت لوی مسئولیت یې پر غاړه لري.

د غونډې په دوام، د کابل والي مولوي محمد امان عبید وویل چې په هېواد کې اسلامي نظام د هېواد د علماءکرامو د بې سارو قربانیو په پایله کې واکمن او سراسري امنیت تامین شوی دی.

هغه د هېواد له علماءکرامو څخه وغوښتل چې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او خپلې نېکې مشورې له مشرانو سره شریکې کړي.

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین شیخ الحدیث عزیز الرحمن منصور، د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او علم یې د الله (ج) هغه لوی نعمت وباله چې د هغه په وسیله انسان کولای شي ښه له بد څخه تفکیک کړي او خپل ژوندانه په ښه ډول مخ ته یوسي.

نورو ویناوالو هم د دیني علومو او عربي ژبې پر زده کړې او د نبوي سیرت پر مطالعې ټینګار وکړ او له فارغو علماءکرامو څخه یې وغوښتل چې د ټولنې په اصلاح او د اسلامي نظام په ساتنه کې دې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د مسئولینو له خوا پر یادو فارغانو تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري له څلورو علمي پروګرامونو ( د امامانو ستاژ، د تدریب الأئمه، د عربي ژبې او د سیرت نبوي ﷺ) څخه ۱۷۲ عالمان فارغ شول. په دغو پروګرامونو کې ګډونوالو ته د خطابت، تدریس، د مسجد مدیریت، علمي بحثونو او د مطالعې د لارو چارو په اړه زده کړې ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته