کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٧ :
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا !
د وخت ضيقوالي او د روان کال د حج د غوښتوونکو د سفر د وخت نږدې کيدو ته په پاملرنې سره چې ټاکل شوې ده د دغې خبرتيا له خپريدو څخه کابو پنځلس ورځې وروسته، د ١٣٩٦ کال د زمري د مياشتې په دويمه نيټه الوتنې پيل شي، له دې امله د حج هغو ټولو غوښتوونکو ته چې مخکې له مخکې د تثبيت شوي نوبت له مخې د روان کال د حج په بهيرکې تنظيم شوي او هم هغو ټولو ادارو او محترمو مراجعو ته چې د استثنايي ونډې لري، په تېره بيا ملي شورا، ولايتي شوراګانو او د شهيدانو وارثانو او نورو ته دغه مراتب ابلاغيږي :
١_ د روان کال د حج هغه ټول غوښتوونکي چې له نوبت سره سم يې خپل بايمتريک پړاوونه بشپړ کړي او تر اوسه پورې د حج د لګښتونو د پيسو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مراجعه نه ده کړې، په راتلوونکو لسو ورځوکې دې د ټاکل شويو لګښتونو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مرکز او اړوندو ولايتونو ته مراجعه کړي.
٢_ هغه ټولې ادارې، مراجع او اشخاص چې استثينايي ونډې لري، د حج خپل غوښتوونکي دې له ټاکلې ونډې سره سم په راتلوونکو پنځلسو ورځوکې د سندونو د پړاوونو د بشپړولو او د خپلو دواړو قسطونو د لګښتونو د پيسو د تحويلولو لپاره په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته معرفي کړي.
د ځنډ په صورت کې د وخت د ضايع کيدو د مخنيوي لپاره د دوى د ونډې په بدل کې به له نافذ طرزالعمل سره سم نورکسان تنظيم شي او بيا به د شکايت حق ونلري.
٣_ هغه حاجيان چې د خپلو لګښتونو دواړه قسطونه يې په بانک کې تحويل کړي دي، د حج د مناسکو د نظري او عملي زده کړې لپاره دې هغو مرکزونو ته چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اړ وندو رياستونوله خوا په مرکز او ولايتونوکې ټاکل شوي دي، مخکې له مخې له طرحه شوي پروګرام سره سم مراجعه وکړي او خپل لوست ته دې دوام ورکړي.
0 1 دقیقه لوستل