د ارزګان لاره پخيږي

ترينکوټ   باخترد  ثور  دمياشتې  ٤ :
هغه لاره چې د ترينکوټ ښار د دهراود له ولسوالۍ سره نښلوي او په دغه جنوبي ولايت کې ډېره اوږده لاره ده؛ پخيږي.
د فوايد عامې وزير انجينر نجيب الله اوژن دباخترآژانس خبريال جواد ته وويل چې د شلوکيلومترو په اوږدوالى او د لسو مترو په سور له ترينکوټ _ دهراود سړک به د اتو مليونو ډالرو په لګښت پوخ شي .
اوژن زياته کړه چې دغه سړک به په نړيوال ستندرد سره پوخ شي او ددغه سړک په تګلورى کې به څو پلګوټي هم جوړشي  چې سړک له احتمالي زيانونوڅخه خوندي وي.
ددغه سړک په پخيدو سره به له ترانسپورتي پلوه د دهراود ولسوالۍ او ددغه سړک په تګلورى کې د لسکونو پرتوکورنيو ستونزې لرې شي .
د دهراود ولسوالۍ يو قومي مشرحاجي حاکم وايي چې کال په کال ددغې ولسوالۍ په سلګونوټنه ميوه او کرنيز محصولات د لارې د خرابوالى په نسبت بازارونو ته نه رسيږي او فاسديږي.
ده ددغه سړک پخول د امنيت په ښه والى او بازارونوته دکرنيزومحصولاتو په رسيدوکې ارزښتناک وبلل .
له بلې خوا د فوايدعامې وزير په ارزګان کې د لسګونوکيلومترو نورو سړکونو د پخولو خبرې کوي.
نجيب الله اوژن  وايي چې ددغو واټونو په پخيدوسره به ترينکوټ ښارته لرې پرتو ولسواليو څخه دخلکو تګ راتګ آسانه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته