امنیت

د ارزګان د ځانمرګې بريد د سردزيان شمير ديارلسو تنو ته ورسيد.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په ارزګان ولايت کې د پروني ځانمرګي بريد د سردزيان شمير ديارلسو تنو  ته ورسيد .
د ترينکوټ ښار د مرکزي روغتون  ډاکتران د دغې پيښې دپنځو  تنو  ټپيانو روغتيايي حالت خراب  بولي.
مسوولين  وايي :  يوه  ځانمرګې يرغلګر  چې شپه يې په  هوټل  کې   تيره کړه 
غوښتل د ارزګان ولايت په  امنيه قوماندان بريد وکړي خو د هغه دځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله دغه  پيښه رامنځته  شوه .
په  هغه  هوټل کې   چې  ځانمرګى  بريد پکې  وشو د نورو ولايتونو مسافران  او
دهوتل کارکونکې   وو .
د ارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې  مدير سمونوال ګلاب خان باختر آژانس ته وويل :   په دې پيښه کې نهه تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور ديرش تنه نور ټپيان شوي دي ،  خو د ارزګان د  مرکز روغتون مسوولينو خبر ورکړ  ددغې پيښې څلورو تنو ټپيانو چې روغتيايي حالت يې خراب و هم سا  ورکړه .
روغتيايي مسولينو ددغې پيښې دپنځو تنو نورو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته