سیاست

د اراضي عالي شورا د جمهور ريیس غني په مشري غونډه وکړه

کابلباختر د تلې د مياشتې٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشري د اراضي عالي شورا تير ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
لومړی د اراضي دعالي شورا غړو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي، له غصب سره د مبارزې ستراتیژي او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت له لارې د اوقافو د ځمکې د ثبت  په هکله جمهور ريیس ته معلومات ورکړل.
هغوی د ځمکې له غصب سره د مبارزې د ستراتيژي په هکله وویل، د غاصبینو د تشخیص، د ځانګړې محکمې د ایجاد او د غصب شوې ځمکې د راګرځولو په برخه کې به د حکومت اقدامات او تدبيرونه ښې پایلې ولري. 
د شورا غړو وړاندیز وکړ، چې  د اړوندو پوهنځیو په  نصاب کې دې ”د ملکیتونو او استملاک حق“  په نامه مضمون زیات شي او همدارنګه دې د عالمانو په  ګډون لوی علمي کنفرانسونه جوړ شي او په پایله کې دې د ځمکې د غاصبینو پر ضد فتوا ورکړي.
په دې غونډه کې دانرژې او اوبو وزارت مسوولینو د هغو اوبو د پالیسي او حقوقي اړخونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات او مشخصه طرحه وړاندې کړه، چې له افغانستان څخه دباندې وځي.
جمهور رئیس غني د معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، والیان،  امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان باید  د ولایتونو په کچه د غصب شوې ځمکې د راګرځولو پلان تطبیق کړي.
جمهور رئیس غني د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او وې ویل، علمای کرام دې د هېواد د نورو ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي مسایلو په څېر په دې برخه کې هم خپله ونډه ترسره کړي.
جمهور رئیس د اوبو د مسایلو په هکله وویل، د اوبو د حقونو په هکله د اتباعو د ظرفیت او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره  دې ښه تدبيرونه په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، افغانستان  کولی شي، چې د برېښنا د ترانزیت په مرکز بدل شي، چې دا ظرفیت د هېواد راتلونکی د روښنایي او هوساینې لور ته سوق کوي.
جمهور رئیس په پای کې د اراضي عالي شورا ته لارښوونه وکړه، چې تفصیلي غونډه جوړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي په تطبیقي مواردو بحث وکړي او واضح پلان ترتیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته