سیاستخبرونهTOP

د اداري کمېسيون په ناسته کې پر ځينو اقتصادي او تحصيلي موضوعاتو بحث وشو

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، ‏د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د هرات په تورغونډۍ او نيمروز بندرونو کې د ګمرکونو پراختيا لپاره د ځمکې برابرولو، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د کانکور آزموينې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د آزموينو ملي ادارې پر موضوعاتو بحث شوی دی.
د يادو موضوعاتو په اړه له هر اړخيزو ارزولو وروسته؛ لازم تصميمونه نيول شوي دي.
په ناسته کې همدا رنګه، جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې د اجنډا يو شمېر موضوعات وارزوي او راتلونکې ناستې ته يې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته