د اداري کمېسيون په ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تصميمونه ونيول شول
کابل، د مرغومي ۱۵مه، باختر
د رياستالوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون ناسته
ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو موضوعاتو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي دي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو تر هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته؛ لازم تصميمونه نيول شوي دي.
د ناستې په پای کې، د کار او ټولنيزو چارو، د شهيدانو او معلولينو چارو او کانونو او پټرولیم وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رياست او د صرافانو اتحاديې اړوندو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه، جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې چې تر تدقيق وروسته يې راپور راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.