سیاستخبرونهTOP

د اداري کمېسيون په ناسته کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
‏د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون ناسته جوړه شوه.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې ناستې په پیل کې ګومارل شويو کمېټو، د ورسپارل شویو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او اجراآتو راپور وړاندې کړی دی.
وروسته، د‌ ماليې او عامې روغتيا وزارتونو پر اړوند موضوعاتو هر اړخيز بحث او ارزونه شوې او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.
د ناستې په پای کې، د لوړو زدکړو وزارت اړوند موضوعاتو د لا زيات تدقیق او څېړنې په موخه، بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته