سیاستخبرونهTOP

د اداري کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمېسيون غونډه پرون له غرمې وروسته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه مالومات ورکړل.
وروسته د ماليې، لوړو زده کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور او همداراز د امارتي شرکتونو رياست د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته