د اداري کمېسيون ناستې، د پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون ناسته جوړه شوه.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث وشو.
ياد موضوعات په هر اړخيز ډول ارزول شوي او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.
د ناستې په پاې کې، د عامې روغتيا او کانونو او پټرولیم وزارتونو د اړوندو موضوعاتو لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته