کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
د جيل د مديريت شپږ تنه ډاکتران د اداري فساد د جرمونو د څيړنې د ابتداييه محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول .
په هغې علني غونډه کې چې د اداري فساد دجرمونو دڅيړنې دابتداييه محکمې د رييس قضاوتيار عبدالهادي وثيق په مشرۍ جوړه شوه؛ د جيل مديريت د شپږو تنو ډاکترانو دوسيه وڅيړل شوه چې په نتيجه کې درې تنه د يو کال او درې مياشتې، يو کال درې مياشتې تنفيذي بند او له دندې څخه د انفصال په سزا او درې تنه د الزامي دليلونو د نه شتون له امله د محکمې له خوا بېګناه وپېژندل شول.
ختم_ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ