ټولنه

د اداري فساد په تور دهرات داسلام قلعه ګمرک دڅلورو تنو کارکوونکو دندې وځنډولې شوې

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
داسلام قلعه  ګمرک دڅلورو تنو  کارکوونکو دندې له وظيفوي صلاحيت څخه
دناوړې استفادې په تور وځنډولې شوې .
دسيمه ييزې ادارې مسوولين وايي چې دغو کسانو داسلام قلعه ګمرک  دتلې په برخو کې فعاليت کاوه چې  دزياتو تحقيقاتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد ددغه ټکي په اعلامولوسره وويل ؛  چې دهرات سيمه ييزه اداره دبل هروخت په نسبت له اداري  فسادسره دمبارزې  په لاره کې  جدي ده .
مخکې له دې  داسې انديښنو شتون درلود  چې په ګمرکاتو کې دفساد شتون   دمالياتو  او عوايدو دتيښې سبب کيږي.
دهرات ولايت  مقام  لارښوونه کړې ده  چې دڅارنوالۍ په غوښتنه  په دندو ددغو کسانو دشتون مخه ونيول شي .
دتورنو کسانو دوسيه   دهرات ولايت په څارنوالۍ کې ترڅيړنې لاندې ده . دا په داسې حال کې ده چې  په تيرو شپږو مياشتو  کې په هرات ولايت کې ددولتي ادارو  څه ناڅه ٣٢ تنه کارکوونکي اومسوولين داداري فساد په تور ترڅارنې لاندې   ونيو ل شول  او دوسيې   يې  په   عدلي اوقضايي   ادارو کې تر څيړنې       لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته