ټولنه

د ادارو رییسان دې په پوره ژمنتیا او اخلاص خپلې چارې ترسره کړي

کابل / د وږي ۴ مه / باختر
په میدان وردګو کې د اسلامي امارت والي د ملکي او حکومتي ادارو پر رییسانو غږ کړی چې د سالمې ادارې د رامنځته کېدو په موخه دې خپلې چارې په پوره ژمنتیا او اخلاص تر سره کړي.
د میدان وردګو والي مولوي رحیم الله محمود له رییسانو غوښتي چې د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې خپلې چارې په پوره ژمنتیا او اخلاص تر سره کړي چې اداره له هر ډول فساد پاکه شي.
محمود ولسونو ته د هغه لویې فتحې مبارکي ورکړه، چې د سرونو په قربانۍ یې ګټلې او هېواد یې له اشغال خلاص کړی، ده له ولسونو غوښتنه وکړه، چې شکرانه یې ادا کړي.
په غونډه کې د تېرې ادارو رییسانو هم خبرې وکړې او د اسلامي امارت اصولو ته یې ژمنتیا وښودله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته