ابوظبي دروسيې غږ باختر د ليندۍ دمياشتي ٢٧ : دعربي متحده اماراتو سترې محکمې اعلام کړى دى چې د روان کال دسلواغې دمياشتې په لومړۍ نيټه به د اخوان المسلمين د ډلې د نړيوال سازمان دقضيې په باره کې د حکم د صادرولو لپاره د محاکمې غونډه جوړه شي . دمتحده عربي اماراتو رسمي خبري آژانس خبرورکړى دى چې پرون په ابوظبي ښارکې د اسلامپالو د قضيې په اړوند دمحاکمې پنځمه غونډه جوړه شوه چې په کلي توګه د متحده عربي اماراتو لس تنه اتباع او شل تنه مصري اتباع پکې شامل دي. خو يوازې پنځلس تنه تورن کسان دمحاکمې په غونډه کې حاضر شوي وو او نهو تنو نورو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه. ويل شوي دي چې شپږتنه نور تښتيدلي دي چې په غيابي ډول به محاکمه شي. ددغه نړيوال سازمان په غړو د هيواد په امنيت پورې د اړوندو اطلاعاتو د راټولولو او ويشلو او دغه راز د واکمنو ارګانونو د اجازې له ترلاسه کولو پرته دمتحده عربي اماراتو په خاوره کې د سازمان دجوړولو تور لګول شوى دى. د اخوان المسلمين د نړيوال سازمان اصلي جوړښت په مصرکې دى .
0 1 دقیقه لوستل