امنیت

د اختر په ورځوکې په هرات کې د امنيت د تامينولو لپاره د سختو تدبيرونو نيول

 هرات باختر دچنګاښ دمياشتې  ١:
دهرات ولايت مسوولين د نيکمرغه کوچني اختر په ورځوکې د خلکو د امنيت  د تامينولو په خاطر د لازمو تدبيرونو د نيولو خبر ورکوي.
د هرات ولايت سرپرست جنرال محمدجمعه عديل دهرات ښار په کچه د اصنافو او  کسبګرو د فعاليتونو د کتنې په ترڅ کې د ښه امنيت د تامينولو په خاطر  د مسوولينو  په جدي هلو ځلو ټينګار وکړ.
د هرات ولايت سرپرست له اصنافو او کسبګرو سره د خبرو په ترڅ کې د هغوى ستونزې  واوريدې او په ورځنيو معاملوکې يې د عدل د رعايتولو غوښتنه وکړه.
دغه راز هټيوالو هم د ښار په کچه د موجود نظم  او دغه راز د امنيت د تامينولو په لاره کې د مسوولينو د اقداماتو او له خلاف کارو کسانو سره دچلندپه خاطر د امنيتي مسوولينو فعاليتونه وستايل .
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي: د اختر په ورځوکې يې خلکو ته د اړتيا وړ  توکو د وړاندې کولو په مقصد مشخص ځايونه تدارک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته