د اختر مراسمو د ښه ترسراوي لپاره امنيتي تدابير نيول شوي دي

کابل/ د غويي ۲۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنيتي سکټور د لوړپوړو مقاماتو ناسته د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري جوړه شوه چې پکې د هېواد د عمومي امنيتي وضعيت او د کابل د دشت‌برچي د پېښې په تړاو د جزئیاتو ارزونه وشوه.

ورپسې د اړوندو امنيتي برخو مسوولانو د کوچني اختر په را رسېدو په هېواد کې د عمومي تجمعاتو او اختر د مراسمو د ښو تر سره کېدو په خاطر په کابل او ولايتونو کې د نيول شويو امنيتي تدابیرو د لا ټينګښت پر څرنکوالي او د اقتصادي سرچينو امنيت ته پر پاملرنې بحث او خبرې وکړې.
دغه راز د ملي امنيت سلاکار ټولو امنيتي مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چې له اوربند سره سره دې امنيتي احضاراتو او د هېوادوالو امنيت او خونديتوب ته پام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته