د احمد اباد ښوونځي ته د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت ودانې جوړه شوه

ښرنه باختر د وري  د میاشتې ۷ مه
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د جاني کلا سیمې د احمد اباد د نجونو ابتدايېه ښوونځي ته د اتلس میلیونو افغانیو په لګښت سره  ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د هندوستان هېواد په مرسته د شاوخوا اتلسو میلیونو افغانیو په لګښت سره د یو کال په موده  کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا  والي  محمد الیاس وحدت د  باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، جمهور ریېس ډاکټر محمد اشرف غني روان  کال د معارف د کال په نامه نومولی او په وینا یې هڅه  کوي چې د دغه ولایت د پوهنې د بهیر د پرمختګ لپاره هر اړخیز کار وکړي.
هغه د ارګون ولسوالۍ له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د پوهنې له بهیر سره همکاري وکړي او خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د پوهنې ریېس محراب الدین شفق وایي چې، سږ کال به د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي او ستونزې به له منځه یوسي.
شفق هم له ښوونیز بهیر سره پر ولسي مرستې ټینګار وکړ او د دې بهیر د ګړیندیتوب لپاره یې د ولسونو همکاري اړینه وبلله
بل لورته د احمد اباد ښوونځي سرښوونکی مولوي سید زمان چې خپله شخصي ځمکه یې ښوونځي ته په وړیا ډل ورکړې د ښوونځي په جوړېدو سره يې خوښي څرګنده کړه.
هغه زیاتوي، پخوا یې د ښوونځي لپاره سرپناه نه لرله چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ و.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته