د احمدشاه بابا کور د ترمیم او بیارغاونې طرحه تصویب شوه
کابل/ د غبرګولي ۱۰مه / باختر
د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا طرزالعمل وړاندې کړ چې د غونډې د غړو تر بحث وروسته تصویب شو.
ورپسې کابل ښاروالۍ د شهید احمدشاه مسعود او دارالامان واټونو مسیرونو د ښاري دهلېزونو د تطبیق طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
جمهوررئیس د غوندې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، په یادو سیمو کې د لازمو ښاري اسانتیاو برابرولو په موخه باید د هغو د تطبیق چارې چټکې شي.
غونډې یاده طرحه په پرنسیب کې تایید او څرګنده یې کړه چې د تطبیق په اړه دې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې او ملي پراختیایي شرکت سره مشوره وشي.
وروسته د اجنډا مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري غیر رسمي ملکیتونو چارو د تنظیم مقررې د ځینې مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیب کې تایید شوه.
همداراز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د احمدشاه بابا کور د ترمیم او بیارغاونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې غونډې تصویب کړه او جمهوررئیس لرغونو سیمو ته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پاملرنې په مننې په دې برخه کې د یاد وزارت وړاندیزونه تایید کړل.
د غونډې په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د باچاخان بین المللي پوهنتون او د خوست په باغ صحرا دښته کې د یاد ولایت د ښوونکو ښارګوټي د ایجاد طرحې وړاندې کړې.
جمهوررئیس د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، اړوند وزارتونه او ارګانونه دې په مشترکه توګه پر یادو موضوعاتو کار وکړي، چې واحده پایله ترلاسه شي.