د احصايې او معلوماتو ملي اداره: په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۶.۳ میلیونه ودانۍ اټکل شوې دي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې له ريموټ سنسېنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستو، چې د سټلايټي انځورونو تفسير او تعبير په کې شاملېږي، په ۱۴۰۲ کال کې په ټول هېواد کې ۶.۳ میلیونه ودانۍ تثبيت کړې دي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۵.۸ میلیونه استوګنیز کورونه، ۴۰۰ زره تر کار لاندې ودانۍ او شاوخوا ۱۰۰ زره یې غیر استوګنیزې ودانۍ دي.
د دې اټکل له مخې په روان کال کې د هېواد په کچه کابل د ۷۴۳ زره ۳۸۲ ودانیو، ورپسې هرات ولایت د ۵۱۷ زره او ۴۶۴ ودانیو، هلمند ولایت د ۴۰۵ زره او ۲۴۳ ودانیو، ننګرهار د ۳۳۸ زره او ۲۲۹ او بلخ ولایت د ۳۱۲ زره او ۲۵۳ استوګنیزو، ترکار لاندې او غېر استوګنیزو ودانیو په لرلو سره د هېواد په کچه په ترتیب ډېرې ودانۍ لري.