خبرونهاقتصادTOPټولنه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: روان کال نږدې ۱۵۰ زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي اداره د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه په ټول هېواد کې ۱۴۹ زره او ۹۸۸ هېوادوالو ته زېږون کارتونو د وېش خبر ورکوي.

د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي چې د دې ادارې له خدمتي څانګو څخه په ټول هېواد کې د وېشل شویو زېږونکارتونو له ډلې څه‌ باندې ۱۰۳ زره لویانو او څه‌  باندې ۴۶ زره نور ماشومانو ته وېشل شوي دي.

رافع زیاته کړې چې د دې ادارې له خدمتي څانګو څخه د تېرې اوونۍ په اوږدو کې یوازې په کابل ښار کې تر ۳۳۰۰ زیات زېږون کارتونه او ۷۵ کسانو ته د مړینې پارچې وېشل شوې دي.

د نوموړي په خبره، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په کابل ښار کې ۲زره او ۲۰۶ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستولو او ۲زره او ۴۶۳ کسانو ته د نويو او مثنی پېژندپاڼو د وېش او د کاغذي پېژندپاڼو د تاييد او لغوه کولو خدمتونه او ۳۳۴ نورو کسانو ته يې په غير حضوري توګه د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته